ټولنه

په بادغيس کې اطلاعاتو ته د لاسرسي سيمينار جوړ شو

کابل / باختر/  دسلواغې دمياشتې ١٧نيټه :
اطلاعاتو ته د لاسرسي سيمينار نن د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت په دغه ولايت کې جوړ شو.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: په دې سيمينارکې د دولتي ادارو رئيسان د رسنيو او د مدني ټولنو استازو او روښان آندو ګډون کړى و.
د بادغيس ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس روح الامين حبيبي وويل چې اطلاعاتو ته لاسرسى بشري حق دى. هغه څه چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په باب د هېواد په اساسي قانون او د رسنيو په قانون کې ليکل شوي دي، د هېواد د هر وګړي حق دى .
دا لومړى ځل دى چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د يو فرهنګي بنسټ له خوا خلکو ته بيانيږي.
پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته