په بادغيس ولايت کې دطالبانو له خوا دپنځو تنو تښتول شويو مسافرانو دکورنيو انديښنه .

کابل باختر د وري  څوارلسمه :
تراوسه پورې په بادغيس ولايت کې دوسله والو طالبانو له خوا دپنځوتنو تښتول شويو  مسافرانودژغورنې لپاره دهلوځلو نتيجه نه ده ورکړې .
وسله والو طالبانو دپنجشنبې په ورځ ددغو ملکي  وګړو دسپرلۍ موټرچې له هرات څخه غور ولايت ته روان و د قلعه نو ښار ته څيرمه ودراوه او  پنځه تنه سپرلۍ  يې له ځان سره بوتلې .
ددغو ملکي وګړو  کورنۍ  دوسله والو طالبانو له منګولو څخه په انديښنې سره  دخپلو عزيزانو ازادولو  ته سترګې په لاره  دي او له دولت څخه  په دې  اړه مرسته غواړي .
دبادغيس يوه امنيتي مقام له باختراژانس  سره په اړيکه کې وويل چې دتښتول شويو کسانو دموندلو اوژغرونې لپاره هلې ځلې  دوام لري .
ده وويل چې دطالبانو له خوا ټول تښتول شوي مسافران ملکي وګړي اوپانګه وال دي .
دغه امنيتي خبرځاى وويل چې تراوسه پورې دطالبانو له منګولو څخه ددغوملکي وګړو دازادولو لپاره  هلې ځلې نتيجه نه ده ورکړې .
په همدې حال کې ځينې خبرځايونه وايي چې وسله وال طالبان ښايي دپيسو دترلاسه کولو لپاره دغه پانګه وال تښتولي وي .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته