ټولنه

په بادام‌ باغ څېړنیز فارم کې د سړکونو د پخولو چارې پیل شوې

کابل / د چنګاښ ۲۴ مه / باختر
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اوبولګولو او طبیعي سرچینو مرستیال حشمت الله غفوري پرون په کابل کې د بادام‌ باغ څېړنیز فارم دننه د سړکونو د پخولو چارې پرانیستلې.
باختر آژانس ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د معلوماتو له مخې؛ غفوري د دغه فارم د سړکونو د پخولو د کار په پیل غونډه کې وویل: د دغه فارم له جوړېدو څخه تر دې دمه، د بادام ‌باغ فارم دننه د سړکونو شبکه په بنسټیز او ساسي ډول نه وه رغول شوې، خو نن د دغه فارم په دننه کې د ۳.۵ کیلومتره سړکونو د پخولو چارې پیل شوې.
غفوري زياته کړه چې د دغه فارم د موټرو تمځای چې٣٠٠٠ متره مربع مساحت لري، هم په اساسي ډول جوړېږي.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ د بادام‌ باغ څېړنیز فارم دننه د سړکونو او د موټرو د تمځای د اسفالټ چارې تر راتلونکو پنځو میاشتو پورې بشپړېږي چې د دغو پروژو پر جوړولو ۴۴.۴ میليونه افغانۍ لګښت راځي.
د بادام ‌باغ فارم په ۴۰۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوى دی چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په کرنیزو، مالدارۍ، خاورې پېژندنې او نورو برخو کې ټولې څېړنې په کې ترسره کوي.
د يادونې وړ ده چې په بادام ‌باغ څېړنیز فارم کې هر کال دوه درې ځلي د حیواني او کرنیزو محصولاتو نندارتونونه هم جوړېږي.
پاى / وهاج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته