په باجوړو ايجنسۍ کې ديوه قبايلي مشر وژل کيدل

پيښور ډان بانختر دوږي دمياشتې  ٧ :
په باجوړولو ايجنسۍ کې دبمي چاودنې له امله دحکومت  يوبل ملاتړى  قبايلي مشر ووژل شو.
باخترآژانس دبهرنيو  خبرځايونوله خولې خبر راکړ.  بهلول جان نن سهار  دباجوړو ايجنسۍ په  چامارکاند سيمه کې خپل کورته  ديون په لاره کې  په يوه ښخ کړى شوي  بم  چې دريموټ په واسطه کنتروليده  وخت او دبم دچاودنې له امله ووژل شو.
حاجي بهلول جان دسولې دسيمه ييزې کميټې يوه غړى و او دپوليسو دڅرګندونو له مخې ښايي  دا کار  دطالبانو له خوا ترسره شوي وي.
تراوسه پورې ددغې پيښې  مسووليت چاپه غاړه نه دى اخيستى.
دا په تيرو دوو ورځو کې په دې سيمه کې  دويمه  تروريستي پيښه ده چې   قبايلي مشران پکې وژل کيږي.
دحکومت يو بل ملاتړى قومي مشر ملک ګل رحيم هم په دې سيمه کې  په واټ کې دښخ کړى شوي ماين  دچاودنې له امله ووژل شو .
له هغو شپږوتنو قومي مشرانو څخه چې په تيرو شپږو ورځو کې په دې سيمه کې دطالبانو له خوا وژل شوي دي پنځه تنه يې دطالبانو ضد قبايلي مشران وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته