په باجوړو ايجسنۍ کې د دوو تنو قبايلي مشرانو وژل کيدل
پيښور ډان باختر دزمري دمياشتې ٣١ :
په باجوړو ايجنسۍ کې نن په يوه چاودنه کې دوه تنه قبايلي مشران ووژل شول.
باختر آژانس دبهرنيو خبرځايونوله خولې خبر راکړ: د دوو تنو قبايلي مشرانو ملک داوود خان او حاجي کريم د سپرلۍ په موټر نن چاودنه وشوه او ددغو دوو تنو مشرانو په وژل کيدو سربېره درې تنه نور هم ټپيان شول.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په پيل کې دحکومت په يوبل پلوي قبايلي مشر ملک محمدجان هم په باجوړو ايجسنۍ کې د مخالفينو له خوا بريد وشو او د يوه کنترول شوي بم په چاودنه کې ووژل شو.
د باجوړو ايجنسۍ يوه له اوو نيمه کوراکو سيمو څخه ده چې زياتره د ماشومانو د فلج ضد واکسيناتورانو ، د سولې د کميټې په کارکوونکو بريدونه او ځانمرګي او بمي بريدونه پکې کېږي.