سیاستخبرونهTOP

په ایران کې د وروستۍ پېښې په تړاو د اسلامي امارت د تسلیت پیغام

کابل، دغوايي ۳۱مه، باختر 

د تسلیت پیغام!

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَیْهِ رَاجِعُونَ

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د هلیکوپټر د سقوط په پېښه کې د ایران اسلامي جمهوریت جمهور رئیس آیت‌الله سید ابراهیم رئیسي، د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر حسین امیر عبداللهیان، د تبریز د جمعې امام حجت الاسلام آل هاشم او مل پلاوي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د افغانستان اسلامي امارت او ټول افغانان په دې دردناکه پيښه د زړه له تله غمجن او خواشیني دي.

 موږ د ایران اسلامي جمهوریت او ایراني ولس سره په دغه غم کې ځان شریک ګڼو، د ټولو قربانيانو کورنیو او د ایران ملت او حکومت ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.

په دې سختو شرائطو کې له ایراني ولس سره ولاړ یو او د پيښې ټولو قربانیانو ته د مغفرت او کورنیو ته یې د صبر دعا کوو.

د افغانستان اسلامي امارت رئیس الوزراء

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته