سیاست

په ايران کې په افغان محاجرينو پاسپورتونه ويشل کږي

کابل باختر دوري نهمه .

 دايران  په اوو ولايتونوکې په دغه هيواد کې دميشتو داستوګنې دمدرکونو نه لرونکو افغان اتباعو دپاسپورت دويشلو او دهويت  د تثبيت او د سندونو  دراټولولودبهير لومړي پړاو پرون پيل شو .

  باختر اژانس خبر راکړ:  په تهران کې دافغانستان داسلامي جمهوريت دسفارت دخبر له مخې، ددغه سفارت  او په مشهد او  زاهدان کې دافغاني جنرال قونسلګريو هيئت يوه ورځ مخکې ولايتونو ته تللي دي .

  د ډلو کار په برياليتوب  سره پيل شوي دي  او پر مخ ځي .

 ايران اوپاکستان دزياترو افغان مهاجرنيو کوربه توب  کوي او په دغو هيوادونوکې ميشت افغان مهاجرين دپاسپورت دنه ويش له امله شکايت لري .

 اوس دهيواد دبهرنيو چارووزارت په بيلابيلو هيوادونوکې په ميشتو افغان مهاجرينو دپاسپورت په ويش  اقدام کړي دي .

 دغه پروګرام څه موده مخکې په ايران کې  تطبيق  شو

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته