کابل باختر د وري اته ويشتمه : دسمنګانو ولايت په مرکز ايبکو کې دبريښنا دڅلوروترانسفارمرونو په پرانستلو سره څه دپاسه ٦٥٠ کورنيو له بريښنا څخه ګټه واخسته . دسمنګانو ولايت دبريښنا رييس انجنير عبدالکريم يوسفي باختراژانس ته وويل چې دغه ترانسفارمرونه دبريښنا شرکت له عادي بودجې څخه دشپږو مليونو افغانيو په لګښت برابر او درول شوي دي . ده وويل چې له دغو ترانسفارمرونو څخه چې هريو يې دسلو کيلوولټو بريښنا ظرفيت لري همدااوس د ايبکو د منګتاش ، قوچنهال ، حسن خيل لولګي دمومن اباد په کليو کې شپږ سوه پنځوس کورنى له بريښنا څخه گټه اخلي . په همدې حال کې دسمنګانو والي عبدالطيف ابراهيمي ددغو ترانسفارمرونو دپرانستلو په مهال وويل چې بريښنا دخلکو يوه مهمه اړتيا ده چې دبريښنا په انرژۍ لاسرسۍ دکورنيو په ژوندانه کې مثبت بدلون رامنځته کوي . ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل