ايبک باختر دزمري دمياشتې ٢٣نيټه :
په سمنګانو ولايت کې د يوه ښوونځي د ودانۍ ند جوړولو کار پيل شوز
د باختر آژانس د سيمه ييزخبريال د خبرله مخې، د حاجي امان الله قندهاري د ابتدائيه ښوونځي د ودانۍ د جوړولو کار نن په ايبکو ښارکې پيل شو.
دغه ودانۍ د څلورو ميليونو ۷۰۰ زرو افغانيو په ارزښت د دولت د ولايتي له غير مشروطې بودجې څخه د دوه جريبه ځمکې په ساحه کې د خلکو له خوا د پوهنې وزارت په واک کې ورکړې ده د اتو مياشتو په بهيرکې جوړيږي .
د سمنګانو ولايت د پوهنې رئيس عبدالمتين سرحدي وويل: په دې ودانۍ کې شپږ درسي خونې، څلوراداري او نور ضروري ملحقات په پام کې نيول شوي دي .
د يادونې وړ ده چې څه ناڅه ۴۰۰ تنه زده کوونکي هلکان او نجونې له څو کلونو را په دې خوا په پرانستې فضا کې په زده کړې بوخت دي.
پاى ذکرالله