نړۍ

په اوکراين کې د آزادې اروپا د راډيو د دوو تنو خبريالانو وهل او ډبول.

کيف-  راډيو فردا – باختر دسلواغې دمياشتې ١
د آزادې  راډيو د اوکراين سرويس دوه تنه  خبريالان ددغه  هيواد په پايتخت کيف کې د دولتي ضد اعتراضونو په بهير کې وډبول  شول .
د آزادۍ  راديو خبريال دميترو بارکار  له فلم اخيستوونکي ايهور ايسخاکوف سره يوځاى ديکشنبې په شپه د اعتراضونو په بهير کې دغه  راز د څوساعتونو په بهير کې نيول شوي  وو.
پرون هم د حکومت څه د پاسه سل زره تنه مخالف  اعتراض کوونکي  واټونو ته راووتل او اعتراضونو چې په تاوتريخوالۍ واوښتل ترسهاره پورې دوام درلود.
اوکراين په  وروستيو اوونيو کې د اروپا له اتحاديې ددغه هيواد دنږدې همکاريو ملاتړ و، د اعتراض ډګر دى.
د اوکراين جمهور رييس تصميم نيولى دى چې د اروپا له اتحاديې سره د نږدې همکارۍ پرځاى له روسيې سره د زياتو همکاريو لاره  غوره کړي .
د  اوکراين جمهور رييس ويکتور يانکويچ اعلام کړى   دى چې   غواړي   چې   له مخالفو مشرانو او د اروپا له اتحاديې سره د دغه هيواد دنږدې پيوند له ملاتړو سره  خبرې  وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته