نړۍ

په اوکراين کې دتاوتريخوالي له امله درې تنه ووژل شول .

کيف نيوز نو باختر د سلواغې دمياشتې٣  
داوکراين په پايتخت کيف کې زيات تاوتريخوالى رامنځته شوى دى اوپوليسو داعتراض کوونکو دخورولو لپاره  له زور څخه کار اخيستى دى.
دباخترآ ژانس دخبرله مخې :
مظاهره کوونکو بمونه او ډبرې غورځولې  اوپوليسو هم  د رابړي  ګوليو او له اوښکو بهونکو ګازو سره غبرګون ښودلى دى.
دقضايي مقاماتو دڅرگندونوله مخې ، دوه تنه دسختو ټپونو له امله مړه شوي دي
او ويل کيږي يوبل تن هم له يو لړځاى څخه دراغورځيدو له امله مړ شوي  دي.
داوکراين دحکومت پرخلاف داعتراضونو له پيل څخه تراوسه پورې دا لومړى ځل
دى چې له پوليسوسره دنښتې له امله  اعتراض کوونکي وژل کيږي .
دغه مظاهرې  په  لړم مياشت کې  له هغه وروسته پيل شوې  چې داوکراين حکومت
له اروپايي اتحاديې سره  دتجارتي تړون  له لاسليک کولو څخه ډډه وکړه.
ويل شوي دي  چې داوکراين  جمهوررييس  ويکتور يانوکوويچ دبحران دحل کولو  لپاره داعتراض کوونکو له استازو سره  دخبرو په  حال کې دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته