خبرونهامنیت

په اوو ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور ۲۳ کسان نیول شوي

کابل، د سلواغې ۱۷مه، باختر

کورنیو چارو وزارت د هېواد په ۷ ولایتونو کې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور د ۲۳ کسانو د نیولو خبر ورکړی دی.

دغه وزارت زیاته کړې چې پولیسو په هېواد کې د نشه یي توکو د قاچاق او خرڅلاو په تړاو عملیاتو کې ۸ تنه په ننګرهار، ۴ تنه په نیمروز، ۳ تنه په بغلان، ۳ تنه په پروان، ۲ تنه په خوست، ۲ تنه په هرات او یو تن په بامیان ولایت کې نیول شوی دی.

سرچینې همدراز ویلي چې له نیول شویو کسانو څخه ۱۰ کیلوګرامه چرس، ۲۱ کیلو ګرامه اېف، ۳ تومانچې او یوه اندازه هیرویین، ښيښه او نشه یي ګولۍ ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته