په اوو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۱۸ تنه نیول شوي دي

کابل، د مرغومې ۵مه، باختر

کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی چې د هېواد په ۷ ولایتونو کې امنیتي ځواکونو د جنايي جرمونو په تور ۱۸ تنه نیولي دي.

دغه وزارت ویلي چې امنیتي ځواکونو د هېواد په اتو ولایتونو کې ۱۸ تنه د غلا، وژنې، د وسلو ناقانونه لېږد، او شرابو پلور په تړاو په هملند، کاپیسا، غور، تخار، لغمان، پروان او هرات ولایتونو کې ۱۸ تنه نیول شوي دي.

باید وویل شي چې امنیتي ځواکونو د جنايي جرمونو د مخنیوي په موخه ګړندۍ هڅې پیل کړي، چې ورسره نه یوازې ټول هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ شوی بلکې ورسره د جنايي جرمونو په کچه کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته