کابل، د لېندۍ ۲۰مه، باختر
کورنیو چارو وزارت وايي چې د هېواد په اوو ولایتونو کې د جنايي جرمونو په تور ۴۲ کسان نیول شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې امنیتې ځواکونو په ننګرهار، بامیان، تخار، هرات، غزني، ارزګان او هلمند کې ۴۲ تنه د غلا، ځورونو، وژنو، جوارګرۍ او ناقانونه وسلو لرلو په تړاو نیولي دي. یاد وزارت زیاته کړې چې د ننګرهار پولیسو ۱۰ تنه غله او یو کس د وژنې په تړاو، ۱۲ جوارګر په بامیان، پنځه تنه د ځورونو په تړاو په تخار او څلور مسلکي غله په غزني کې نیول شوي دي. ورته مهال، پنځه تنه د غلا په تړاو په هرات، دوه مسلکي غله په هلمند او ارزګان کې یو تن د ناقانونه وسلې ګرځولو او یو تن د غلا په تړاو نیول شوی دی.