سیاست

په انقره کې د افغانستان په سفارت کې د فاتحې مراسم پرځاى شول

کابل باختر د کب  څليرويشتمه :
د افغانستان د جمهوري رياست د لومړي مرستيال ارواښاد مارشال محمدقسيم فهيم د فاتحې مراسم پرون د انقرې په ښارکې د افغانستان داسلامي جمهوريت د لوى سفارت په مقرکې پرځاى شول .
په دغومراسموکې په ترکيه کې د افغانستان لوى سفير ډاکتر امان الله جيحون،  ډيپلوماتيکوکارکوونکو، د پوځي اوملکي په ګډون افغان او په دغه هيوادکې د محصلانو ګڼ شمېر ميشتو افغانانو برخه واخيسته .
د باخترآژانس دخبر له مخې: په دغو مراسموکې ډاکتر جيحون مارشال محمد قسيم فهيم د سياست او مقاومت ميړني وباله او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان خلک به هيڅکله ددغه ميړني حماسي کارنامې هيرې نه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته