په اندراب کې د ديرشو مترو په اوږدوالي يو پل جوړ شو
کابل باختردتلې دمياشتې١نيټه :
د اندرابونو د سيند د پاسه د موټرو دتګ راتګ د يوه پله په جوړيدو سره د زرګونو کورنيو ستونزې لرې شوې.
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
د بنو ولسوال منصورعزيزي په يوه مرکه کې وويل: د موټرو د تګ راتګ د دغه پله په جوړيدو سره مرکزي بغلان ته د څو کليو د کرنيزو محصولاتو په ليږدونه کې اسانتياوې رامنځته شوې دي .
د بنو ولسوال ددغه پله دپرانستلو په وخت کې وويل: د موټرو د تګ راتګ دغه پل د ديرشو متروپه اوږدوالي د دوه ويشتوميليونو افغانيو په لګښت د بغلان ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رياست له بودجې څخه بشپړشوى دى .
پاى شکريه ذ