ټولنه

په انتخاباتو کې دګډون لپاره دهرات دمرکزي جيل دبنديانو دنوم ليکنې بهير پيل شو .

کابل باختر دچنګاښ    ٣١ نيټه :
دهرات جيل  د بنديانو د نوم ليکنې بهير نن  دانتخاباتو دکمسيون له خوا پيل شو .
د هرات د جيل سرپرست  سمونوال پرويز واحدي وويل  چې  يواځې دبنديانو ازادي سلبيږي . او نور دبيان دازادى او  دانتخاباتو  په ملي بهير کې د ونډې اخستنې حق لري .
ده وويل  په هيڅ راز شرايطو  نه پريږدي چې دهرات دجيل  کوم بندي بې برخه ليک  پاتې شي  او هغه څه چې ددوى حق دى بايد ورته ورسيږي .
له بله پلوه دانتخاباتو دکميسيون مسوولين وايي چې دوى  دهرات په جيل کې دټولو بنديانو دنوم ليکنې بهير ته دوام ورکوي .
دهرات په جيل کې همدا اوس څه ناڅه دوه زره تنه شپې سبا کوي چې  ١٣٣ تنه يې  ښځې  دي .
  ختم_ ج – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته