سیاست

په انتخاباتو کې دګوتې ايښودنې له څرنګوالي سره دخلکو نابلدي او دراې ورکونې دبهير کمزورتيا

کابل باختردتلې دمياشتې٢٨نيټۀ :
د ګوتې ايښودنې له څرنګوالي سره د راې ورکوونکو نابلدۍ  دولسي جرګې  او دولسواليو دشوراګانوپه انتخاباتو کې دراې ورکونې بهيرکمزورى کړى دى.
همدا اوس دراې ورکونې په زياترو مرکزونو کې دراې ورکوونکو اوږدې ليکې  جوړې شوي دي او د هرې شيبې په تيريدو سره ددغو ليکو اوږدوالى لاپسې زياتيږي
دګوتې ايښودنې له څرنګوالي سره دخلکو نابلدي  په هېواد کې دانتخاباتو دبهير دکمزورتيا اصلي دليل بلل شوى دى .
دهرات ښار اوسيدونکي فرهاد باخترآژانس ته وويل چې هيڅوک دګوتې ايښودنې له څرنګوالي سره بلد  نه دى.
دانتخاباتو کميسيون  تر درې څلورو ورځو پورې  پخوانى څرنګوالى خلکو ته تبليغاوه
او ور زده کاوه.
دننګرهارولايت  دبهسودو ولسوالۍ  اوسيدونکى  کل علم وايي چې په سختۍ سره  په   دې بريالى شوى دى چې خپله رايه وکاروي .
ده وويل ؛  چې خلک دبايو متريک له سيستم سره  بلد نه دې  او له دې امله  دراې ورکونې بهير ډير کمزورى پرمخ ځي .
دافغانستان د انتخاباتو خپلواک کميسيون د ولسي جرګې او د  ولسواليو د  شوراګانو  دانتخاباتو له پيل کيدو څخه ترڅو ورځو مخکې پورې  په پخواني  چلند سره دانتخاباتو ترسره کول دخپل کار په لارښود کې نيولى و. خوپه ښکاره دسياسي ګوندونو اودمدني ټولنې دبنسټونو دفشارونوله امله کميسيون   په انتخاباتو کې دراې دکارولو لپاره دګوتي ايښودنې له دستګاه څخه ګټې اخيستنې ته غاړه کيښوده .
پاى ف ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته