ټولنه

په انتخاباتوکې ښځوته دپوهاوى سيمينار په لوګرکې جوړ شو

کابل باختر د  مرغومي دولسمه
په انتخاباتوکې د ښځو د سياسي ګډون د رول او پياوړتيا ترعنوان لاندې سيمينار نن په لوګر ولايت کې جوړ شو.
د لوګرله ولايت څخه دباخترآژانس دخبر له مخې: دغه سيمينار د دغه ولايت د سرحدونو ، قومونو اوقبايلود رياست له خوا د (ودان موسسې) په همکارۍ د دوو ورځو لپاره جوړ شوى دى.
دلوګر ولايت دسرحدونو، قومونو او قبايلو رييس قاري عبدالرزاق همت باخترآژانس ته وويل: ددغه سيمينار د جوړولو هدف ددغه ولايت په کليو او بانډوکې د ديني عالمانو، مشرانو او مخورو له خوا د انتخاباتو په باب ښځو ته د پوهاوي ورکول دى.
ده زياته کړه: په دې سيمينارکې د راتلوونکى کال په انتخاباتوکې د ښځو د فعال ګډون او د هغوى د رول او رسالت په باب خبرې کيږي.
په دې سيمينارکې دلوګر ولايت يو شمېر ديني عالمانو، سپين ږيرو، د سيمه ئيزو او پرمختيايي شوراګانو استازو او يو شمېر ښځو ګډون کړى و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته