په انتخاباتوکې د ښځو د هڅونې او مشارکت ترعنوان لاندې د پوهاوي کارګاه جوړه شوه

کابل/باختر/ د غبرګولي دمياشتې ۸ مه
په انتخاباتو کې د ښځو د هڅونې او مشارکت ترعنوان لاندې د پوهاوي ورکولو کارګاه  نن په کابل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکي خدمتونوکې له ښځو څخه د ملاتړ آمريت له خوا جوړه شوه.
د باختر آژانس د خبرله مخې: دغه کارګاه چې د نيکدو (نور د ظرفيتونو د لوړولو) دفتر په همکارۍ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د کارکوونکو لپاره جوړه شوې وه، پکې په انتخاباتوکې د ښځو د مشارکت او رول په باب بحث وشو.
د دغې کارګاه په پيل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په ملکي خدمتونو کې له ښځو څخه دملاتر آمرې محبوبې سعادت د جمهوري رياست په انتخاباتوکې د ښځو د حضور او رول په باب خبرې وکړې او ويې ويل: «په ټولنه کې د ښځو سياسي او ټولنيز مقام لوړ او ارزښتناک دى او د یوه هېواد په پرمختګ کې د نارينه و د تحريک او هڅونې يو دليل، د يوبل ترڅنګ د ښځو او نارينه و اغېزمنتوب دى.»
سعادت زياته کړه: په هغه صورت کې چې په انتخاباتوکې د ښځو د ګډون او مشارکت بشپړ ملاتړ وشي، افغانستان کولاى شي د ښځو د ارزښتناکو ظرفيتونو او ونډې اخيستنې په استفادې سره د قوانينو او پاليسو په جوړولو چې د ښځو او نورو افغانانو په ژوندانه اغېزه ولري؛ ښه فرصتونه ترلاسه کړي.
دې وويل چې د انتخاباتو په ګډون د سياسي مشارکت لپاره د ښځو د حقوقو ترويج او ملاتړ د دولت اصلي او اساسي رول دى.
دغه راز په دې کارګاه د (نور د ظرفيتونو د لوړولو) دفتر يوې مسوولې نيلوفر سيار په اسلام کې د ښځو د مقام او حقوقو او په انتخاباتو کې د ښځو دمشارکت  په اړوند خبرې وکړې .
د پوهاوي ورکولو دغه کارګاه د دوو ورځو لپاره دوام کوي.
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته