نړۍ

په امريکا کې يوه تښتول شوې ښځه له لسو کلونو وروسته ژوندې وموندل شوه .

کابل باختر د غبرګولي لومړي :
دامريکا پوليسو يوه پنځه ويشت کلنه ښځه چې لس کاله  مخکې  ددغه هيواد په کلفورنيا ايالت کې بې درکه شوې وه  وموند اوتښتوونکې يې هم ونيوه .
تښتول شوې ښځه  پوليسو ته وويل چې له تښتوونکي سره واده ته اړه شوې وه او يوماشوم لري .
ددغې ښځې مور کله چې دغه ښځه پنځلس کلنه وه دکلفورنيا ايالت دسانتا اناښار دپوليسو مرکز ته لاړه او دخپلې لور دبې درکه کيدو خبر يې ورکړ .
پوليسو يو څلويښت کلن ايسيدرو ګارسياي  دانسان تښتونې تيري او ددغه ښځې دبندي کولو  په تور نيولۍ دى
تښتول شوې ښځه چې نوم يې نه دى اخستل شوې له کلونو وروسته وکولاي شوه  دفيسبوک له لارې خپله خور پيداکړي او له پوليسو سره اړيکه ونيسي .
پوليسو وويل چې ګارسيا ددې لپاره چې ونه پيژندل شي څو ځلې له يوې سيمې څخه بل سيمې ته تللى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته