په القاعده پورې پنځه تنه اړوند مشکوک کسان په ترکيه کې ونيول شول.
انقره- وى اونيوز – باختر دمرغومي دمياشتې ٢٥
دترکيې د تروريزم ضد پوليسو پرون ددغه هيواد په شپږو ښارونو کې څه ناڅه پنځه تنه له القاعده شبکې سره د تړاو په ګومان نيولي دي .
د اسوشتدپرس خبري آژانس دترکيې درسنيو او مقاماتو له خولې ويلي دي چې ديوې خيريه ډلې کارکوونکې چې سوريې ته مرسته برابروي ، په نيول شويو کسانو کې شامل دي .
څه ناڅه درې تنه دترکيې په استانبول ښارکې د پوليسو په بريدونو کې ونيول شول او څلورم تن يې په قيصر ښارکې ونيول شو.
هغه مرستندوى مرکز چې دولت ته نږدې بلل کيږي وويل چې پوليسو دسوريې پولې ته څيرمه په کليليس کې د دفتر په لټولولاس پورې کړ او يو کارکوونکي يې ونيوه.
دپوليسو عمليات په داسې حال کې ترسره کيږي چې درجب طيب اردوغان دولت دفساد له تورونو سره مبارزه کوي او په امريکا کې ديو ميشت شيخ فتح الله په مشرۍ له يو معتدل اسلامي غورځنګ پيروان د دغه شان تورونو د لګولو مسوول بولي .
دولت ادعا کوي چې دګولسن پلويانو دترکيې په پوليسو او محکمو کې لاره پيدا کړې ده او په دې لټه کې دي چې دولت دمارچ په مياشت کې د انتخاباتو له ترسره کولو مخکې بې اعتباره کړي .
دترکيې په حکومت تور لګول شوى دى چې په القاعده پورې دهغو اړوندو ډلو چې د سوريې دجمهور رييس بشارالاسد له رژيم سره جنګيږي ، ملاتړ کوي خو حکومت دغه شان تورناسم بولي.