الجزيره دازادي راډيو باختردسلواغې دمياشتې ١ :
دالجزاير امنيتي ځواکونو تيره شپه ددغه هيواد په ختيځ کې دطبيعي ګاز داستولو ديوشرکت په ودانۍ بريد وکړ او په دې اقدام سره په الجزاير کې ديرغمل نيونې څلور ورځني بحران پاى ته رسيدلى دى.
دالجزاير حکومتي مقاماتو وويل ددغه بريد په بهيرکې دوه ديرش تنه ياغيان او ٢٣ تنه يرغمل وژل شوي او ٦٨٥ تنه الجزايري کارکوونکي او ١٠٧ بهرنيان دانسان تښتوونکوله منګولو څخه ازاد کړى شوي دي .
دالجزاير اردو دغه راز ددغې پيښې په بهيرکې دتوغندي ويشتوونکو او لاسي بمونو په ګډون يوه اندازه وسله او په ځانمرګو واسکټونو کې ځاى پرځاى شوي چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي دي .
دالجزاير دتيلو ددولتي شرکت دمسوولينو دڅرګندونوله مخې، پوځي ځواکونو هغه ماينونه چې دياغيانو له خوا ځاى پرځاى کړاي شوي وو شنډکړي دي.
ياغيانو دغه کسان دتيرې چهارشنبې په ورځ دالجزاير په جنوب ختيځ کې دتيلو په تاسيساتو کې يرغمل کړي وو.
انسان تښتوونکو ويلي وو چې داکار يې په مالي کې په اسلامپالو ياغيانو دفرانسې دوسله والو بريدونو په ځواب کې کړي دي.
0 1 دقیقه لوستل