په افغانستان کې کرونا؛ وضعيت د بدلون په حال کې دى

– کابل/ د چنګاښ ٢٠مه / باختر
دعامې روغتيا وزارت وايي په تېرو ٢٤ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ناروغې له امله ٦٧ تنه مړه شوي چې د پرون په پرتله ١٩ کم دى.
په دې وروستيو ورځو کې د تورقارچ هيڅ پېښه نه ده ثبت شوې او د ٧ ثبت شويو پېښو شمېر ثابت پاتې دى.
په تېرو ٢٤ ساعتو کې٨٥١ ناروغان روغ شوي چې د تېرې شمېرې په پرتله ٩٣نور زيات دي.
دا د دې څرګندوى دى چې په افغانستان کې د کرونا دريمه څپه مثبت لوري ته د بدلون په حال کې دى.
دعامې روغتيا وزارت د يو زرو ٧٥ نويو پېښو په ثبت سره په هېواد کې د کرونا ناروغانو ټول ١٣٤زره ٦٥٣ تنه اعلام کړى دى.
د عامې روغتيا وزارت پر کرونا ناروغۍ د برياليتوب په موخه پر روغتيايي لارښوونې ټينګار کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته