“په افغانستان کې پانګونې ته بلنه” تر سرلیک لاندې کنفرانس په کابل کې ترسره شو

کابل، د مرغومي ۲۷مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په نوښت، “په افغانستان کې پانګونې ته بلنه” تر سرلیک لاندې کنفرانس نن په کابل کې ترسره شو.
په دغه کنفرانس کې چې د اسلامي امارت جګپوړو چارواکو او مسوولینو، په کابل کې د يو شمېر هېوادونو سفيرانو او ډيپلوماتانو، د نړیوالو سازمانونو استازو، کورنیو او بهرنیو پانګه والو، سوداګرو او صنعتکارانو او د خصوصي سکټور استازو ګډون کړی و؛ په افغانستان کې د پانګونې لپاره د زمینې او د لازمو آسانتیاوو د برابرېدو په اړه خبرې وشوې.

Img 20250116 Wa0004
د کنفرانس په پيل کې د رياست‌الوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند وویل: “اسلامي امارت د هېواد د اقتصادي ودې، د نویو کاري فرصتونو رامنځته کولو، له خصوصي سکټور څخه د ملاتړ او دغه راز د سوداګرۍ او ترانزیټ په برخه کې د لازمو آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اساسي ګامونه اخیستي او په همدې موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د ۳مې او ۷مې ګڼې فرمانونو له مخې د صنعتي ساحو قانون او د راستنېدونکو صنعت‌کارانو او سوداګرو لپاره د امتیازونو او آسانتیاوو تنظیمولو طرزالعمل منظور شوی دی.”
ملا برادر آخوند، د خصوصي سکټور ملاتړ ته په اشارې سره زیاته کړه: “اسلامي امارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه پر هغو وارداتي اقلامو ګمرکي تعرفې لوړې کړې چې هغه په کور دننه تولیدیږي او د هېوادوالو اړتیاوې پوره کولی شي. د دې ترڅنګ ټولو امارتي ادارو ته هدایت شوی چې د خپلو خریداریو پرمهال کورنیو تولیداتو او محصولاتو ته لومړیتوب ورکړي.”
اقتصادي مرستیال همدا رنګه، په کور دننه او بهر کې له مېشت افغان صنعت‌کارانو او پانګه والو څخه وغوښتل چې خپل صنعت او پانګې افغانستان ته را انتقال او د هېواد په پرمختګ کې خپل مسوولیت ادا کړي.

Img 20250116 Wa0005
دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدين عزيزي، د اسلامي امارت له بیاواکمنۍ وروسته، د دغه وزارت د مهمو فعالیتونو، لاسته راوړنو او همدا رنګه پانګه والو، سوداګرو او صنعتکارانو ته د لازمو آسانتیاوو برابرلو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسلامي امارت ترڅنګ د خصوصي سکټور د ښو او اغېزمنو فعاليتونو په پايله کې، نن افغانستان په بېلابېلو برخو کې ښې لاسته راوړنې او پرمختګونه لري.
هغه ډاډ ورکړ چې اسلامي امارت او په ځانګړې توګه د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم د خصوصي سکټور بشپړ ملاتړی دی او ځانګړې پاملرنه ورته کړې او کوي یې.

Img 20250116 Wa0006
ورته مهال، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست ملا عبداللطيف منصور، پر ټولو کورنيو او بهرنيو پانګه والو غږ وکړ چې افغانستان ته راشي او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ د توليد په پروژو کې پانګونه وکړي.
هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه د اوبو او انرژۍ وزارت په افغانستان کې د هر ډول پانګونې هرکلی کوي او ټولې اړينې آسانتياوې ورته برابروي.

Img 20250116 Wa0007
د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنيف هم، په اوس وخت کې افغانستان د پانګونې لپاره تر ټولو ښه هېواد یاد کړ او ویې ویل: افغانستان په کافي اندازه د کاني زېرمو، سراسري امنيت او کاري قوې درلودونکی هېواد دی او اوس د دې وخت رارسېدلی چې ټول لاسونه سره يو کړي او له شته امکاناتو څخه په ګټې اخيستنې سره، د افغانستان د پرمختګ او ځان بسياينې لپاره هڅې وکړي‌.
همدا رنګه، د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال خانجان الکوزي، د خصوصي سکټور په استازیتوب خبرې وکړې او ویې ویل چې د اسلامي امارت په راتګ سره، سراسري امنیت تامین شوی، اداري فساد نشته او دغه سکټور ته لازمې آسانتیاوې برابرې شوې دي.
الکوزي، د خصوصي سکټور یو لړ ستونزې او وړاندیزونه هم شریک کړل او د اسلامي امارت د چارواکو له لوري یې د حل غوښتنه وکړه.

Img 20250116 Wa0008
د کنفرانس په وروستۍ برخه کې، د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبولولګولو او مالدارۍ او د اوبو او انرژۍ وزارتونو او همدا رنګه د افغانستان برېښنا شرکت مسوولینو؛ د صنعت او سوداګرۍ، کرنې، کانونو، ټرانسپورټ او د برېښنا انرژۍ د تولید په سکټورونو کې د پانګونې په اړه «پرېزنټېشنونه» وړاندې کړل چې پکې د پانګونې د اړتیا، فرصتونو او رامنځته شویو آسانتیاوو اړوند معلومات له ګډونوالو سره شریک شول.
هېره دې نه وي چې د صنعتي ساحو قانون اصلي موخه، د صنعتي ساحو د تنظیم له لارې د افغانستان اقتصاد ته وده ورکول او د خصوصي پانګونې د جلب لپاره د زمینې برابرول دي. دغه راز د راستنېدونکو صنعت‌کارانو او سوداګرو لپاره د جوړ شوي طرزالعمل له مخې، ټول صنعت‌کاران او سوداګر پر نورو امتیازونو سربېره د کارکوونکو له مالیې پرته له نورو مالیاتو څخه د پنځو کلونو او پر ټولو وارداتي ماشین آلاتو او وسایلو یې هم ګمرکي محصول ورته معاف شوی او فني بهرنیو کارکوونکو او انجنیرانو ته دوه کلنې ویزې هم ورکول کېږي.
د دغې کړنلارې له مخې به، په کور دننه او له هېواده بهر افغان صنعت‌کاران او پانګه وال په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول شي؛ صنعت پرمختګ وکړي، هېوادوالو ته کاري زمینه برابره او د کورنيو تولیداتو کچه لوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته