په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې په ثبات اغيزه کوي

کابل باختردتلې دمياشتې١نيټه :
د افغانستان پخواني جمهور رئيس حامد کرزي د ايران په اهواز ښارکې د پوځي پرېټ په مراسمو تروريستي بريد چې د دغه هېواد د يوشمېر خلکو د شهادت او ټپي کيدو  سبب شو، په کلکه وغانده.
حامد کرزي زياته کړې ده: په وار وار مې يادونه کړې ده چې بهرني لاسونه خپلو هدفونو ته د رسيدو په خاطر په افغانستان او سيمه کې جګړې ته لمن وهي او دا دى  ګورو چې د هغه منفي اغيزې زموږ د سيمې لمنه هم نيسي.
هيله لرم چې ګاونډي او د سيمې هېوادونه له دې زيات دغه کار ته چې د سيمې امنيت په افغانستان کې له سولې او ثبات سره پيوند خوړلى دى، پاملرنه وکړي.
په همدې دليل د افغانستان له ګاونډيوهېوادونو څخه غوښتنه کوم چې په افغانستان کې  هره ورځ وينې توئيدنه او زموږ د خلکو ترمنځ د نفاق د رامنځته کولو په لاره کې هلې  ځلې له پامه ونه غورځوي او په بشپړ جديت سره په افغانستان کې د دوامدارې سولې او ثبات د تامينولو لپاره له افغانانو سره همکار شي.
ډاډ لرم چې په افغانستان کې سوله او ثبات د سيمې په ثبات اغيزه کوي او سيمه ييز امنيت به له موجودو او راتلوونکو ستونزو څخه د سيمې د هېوادونو د ژغورنې ضامن شي.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته