په افغانستان کې د چک جمهوريت د پوځيانو ماموريت دوام کوي

پراګ  باختر د لړم لسمه :
د چک جمهوريت  پارلمان د دغه هيواد دحکومت پروګرام تاييدکړى دى چې د هغه له مخې د دغه هيواد پوځيان کولاى شي د نورو دووکلونولپاره په افغانستان کې ماموريت ترسره کړي.
د هغه پروګرام  له مخې چې پرون د چک جمهوريت د پارلمان له خوا تاييد شو؛ ٣٥٠ تنه پوځيان به له  ٢٠١٥ کال څخه د افغانستان  د ځواکونو د مشورې ورکولو او روزنې لپاره د غوڅ ملاتړ په ماموريت کې په دغه هيواد کې شتون ولري.
دغه پوځيان په افغانستان کې د ناټو په نوى ماموريت کې ونډه اخلي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته