په افغانستان کې د پوليو پرضد لومړی پسرلنی سراسري کمپاين پرانيستل شو

کابل باختر د وري  دمياشتې  ٦
دافغانستان داسلامي جمهوري دولت د عامې روغتیا وزارت د ۱۳۹۶ کال د پسرلي لومړنی د پولیو واکسین سراسري دورې کمپاین رسما پرانیست. دا کمپاین د یونیسف او د روغتیا د نړیوالې ادارې په همکارۍ صبا د روان کال د وري میاشتې له اتمې نيټې څخه پیلیږي او د دریو ورځو لپاره دوام مومي چې په ترڅ کې د پنځو کالو کم عمره نږدې ۸،۸ میلیونه ماشومان به د ګوزڼ ناروغۍ پروړاندې واکسين او د ۶ میاشتو نه تر ۵ کلونو ترمنځ  ټولو ماشومانو ته د ویتامین "A" کپسول د ناروغيو پر وړاندې د هغوی د بدن د ځواکمنتیا په خاطر ورکول کیږي. په دې کمپاین کې بامیان، دایکندی او غور ولایتونه  د اقلیمي ستونزو او دسړې هیوا  له امله ندي شامل.
دعامې روغتيا وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دعامې روغتیا وزیر ډاکټر فیروزالدین فیروز نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې، د یوه ماشوم په خوله کې د پولیو واکسين د دوو څاڅکو په څڅولو سره دغه ملي کمپاین رسماْ پرانیست او له ټولو ښکیلو خواوو څخه يې غوښتنه وکړه چې ددې پروګرام بې پرې توب ته جدي پاملرنه وکړي او د رضاکار واکسیناتورانو د سپیڅلې دندې د ترسره کولو لپاره ډاډمنه او مطمئنه فضا رامنځته کړي ترڅو هغو ی وکولای شي  د پوليو واکسين په سمه توګه د افغان کورنيو دروازو ته ورسوي او د دوو څاڅکو په ورکولو سره ګلالي ماشومان له دایمي فلج او معیوبيت څخه وژغوري.
دعامې روغتیا وزیر، د پولیو واکسين یې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغي د مخنيوي او وقایې لپاره خورا مهم او اغیزمن وباله او زیاته یې کړه چې د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونو دغه ناروغۍ په بشپړه توګه له منځه وړې ده او پولیو له هغو ناروغيو څخه ده چې په بشپړه توګه له منځه وړل کیدای شي.  لکه څنګه چېچک ناروغۍ یو مهال شتون درلود او د واکسين په تطبیق سره له منځه تللې ده او اوس څوک پرې نه اخته کیږي.
په دې کمپاین کې څه باندې ۶۵ زره روزل شوي روغتیايی کارکوونکي په ټول هیواد کې کور په کور ګرځي او د افغان کورنيو د دروازو په ټکولو سره،  دهغوی ماشومان ددې دایمي معیوبوونکي او آن وژونکي ناروغۍ پر وړاندې واکسين کوي. ددې دریو  پرله پسې ورځو سربیره د همدې اونۍ د جمعې ورځ  روغتیايي کارکوونکي د واکسين څخه پاتې شوي ماشومانو د واکسين کولو په خاطر بيا ځل کورنيو ته مراجعه کوي ترڅو هیڅ ماشوم له واکسين څخه بې برخې پاتې نشي.
پولیو درملنه نه لري او یوازې د واکسين له لارې وقایه کيږي. د پولیو واکسين په بشپړه توګه خوندي دی او آن د نوي زیږېدلې، ناروغ او  ویده ماشومانو لپاره کوم جانبی عوارض نلري او د شرعي پلوه د اسلامي نړۍ جیدو علماوو او په ټول هیواد کې د افغانی علماوو لخوا تائید شوی او تطبیق یې دماشومانو لپاره حتمي او ضروري بلل شوی دی.
په دې مراسمو کې مولوی سمع الله ریحان  او مفتی  شمس الرحمن فروتن د اسلامي شریعت له نظره د پولیو واکسین د اهمیت په باب خبرې وکړې او ویې ویل چې د ماشومانو د روغتیا د ودې او خوندي توب لپاره دا په کورنيو، میندو او پلرونو واجب او ضروري دی چې خپل ماشومانو د ناروغيو پر وړاندې او په تیر بیا د پولیو په وړاندې واکسين کړي.
همداراز د روغتیا نړیوالې ادارې استازي ډاکټر ریچارت پيپر کورن او د یونیسف ادارې استازي میرمن ادیلی خضر هم د موضوع په باب خبرې وکړې او د پولیو دله منځه وړلو په برخه کې د افغانستان حکومت سره د خپلو مرستو پر دوام یوځل بیا ټینګار وکړ او ددغې ناروغۍ له منځه وړل یې یو نړیوال روغتیايي لومړي توب وباله.
افغانستان، پاکستان او نایجیریا په نړۍ کې هغه درې هیوادونه دي چې تر اوسه پولیو په کې شتون لري. افغانستان د تیرهروخت په پرتله دامهال د پولیو له منځه وړلو ته ډیر نږدې شوی. د پولیو پيښې د پخوا په پرتله راټيټي شوي چي په ۲۰۱۵ کال کې يې شمير ۲۰ وو او په ۲۰۱۶ کال کې دا شمير ۱۳ پپښو ته راټيټ شو. يادي ۱۳ پيښي يواځي په څلور ولسواليو کي رامنځته شوي چي عبارت  ( ۷ پيښې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ، ۴ پيښې د کنړ د شیګل ولسوالی، ۱ پيښه د هلمند د نوزاد ولسوالی او ۱ پيښه هم د کندهار د شاولي کوټ ولسوالۍ) دي. په  پاتې ۹۹ سلنه ولسواليو په تیر زیږدیز کال کې د پولیو کومه مثبته پيښه نه درلوده. په روان زیږدیز کال کې د پولیو دوه مثبتې پيښې د کندهار او هلمند ولایتونو څخه راپور شوي دي.
تیر کال د پولیو د له منځه وړلو پروګرام لپاره د لاسته راوړنو ډک کال وه. د کمپاینونه کچه هغو سیمو ته وغځول شوه کوم چې په تیرو وختونو کې لاسرسی ورته ناشونی وه،  د پولیو پروګرام ټول فعالیتونه د یوه چتر او یوې رهبرۍ لاندې راوړل شول، په مرکز او د پولیو د لوړ خطر سره مخ په سیمو کې بیړنۍ عملیاتي مرکزونه جوړ شول، د سرویلانس یا د پيښو موندنې سیستم په نړیوالو معیارونو برابر  شو، دغه پروګرام د حکومت د مشرانو د غوڅ ملاتړ څخه برخه من شو، د وزارتونو ترمنځ ګډه همکاری رامنځته شو، د ټولنې مشرانو، دیني عالمانو او د نړیوالو مرستندویه ادارو بیساري ملاتړ ددې پروګرام لپاره جلب شو، دعامه پوهاوي کچه د پولیو د واکسین د اهمیت په اړه لوړه شوه، د پولیو پروګرام بی پرې توب د ښکیلو خواوو ترمنځ خوندي وساتل شو او د پولیو کمپاینونو د کیفیت په ښه والي کې خورا زیات مثبت بدلونونه راغلي دي.
خو په عین حال کې، نا امني، د ګډوالو را ستنیدل، له غیر رسمي پولو څخه د کورنيو تګ او راتګ او داخلي بې ځایه شوي کورنۍ لاهم هغه ننګونې دي چې د ماشومانو ګوزڼ ویروس انتقال زمینه هغو سیمو ته مساعده وي کوم چې ددې ویروس څخه تراوسه خوندي پاته دي . د عامې روغتیا وزارت  د روغتيا په سکتور کي له خپلو کاري شريکانو سره په همکارۍ په دې اړه لازم تدابیر نويلي دي ترڅو د پوليو يا ګوزڼ ويروس د خپريدو مخه ونيسي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته