په افغانستان کې د ټاپي پروژې د پایپ لاین او تخنیکي تجهیزاتو د انتقال چارې پیلېږي

کابل، د لیندۍ ۷مه، باختر
د هرات والي شیخ مولانا اسلام‌جار او په افغانستان کې د ټاپي پروژې عمومي رئیس بگنچ عبدالله یوف د یوې غونډې په ترڅ کې د ټاپي پروژې د تخنیکي تجهیزاتو د انتقال او د دې پروژې د عملي کار د پیل په اړه خبرې وکړې.
د باختر آژانس د خبر له مخې، په دې کتنه کې د ټاپي پروژې عمومي رییس او ترکمن پلاوي د تخنیکي تجهیزاتو هغه لست د هرات له والي سره شریک کړ چې ډېر ژر به هرات ته را انتقال شي.
د ترکمن پلاوي په وینا، د ټاپي ګاز پایپ لاین د ۱۵۳ کیلومتره مساحت سروې بشپړه شوې، او راتلونکې اوونۍ به د ترکمن انجنیرانو او تخنیکي کارکوونکو یوه ډله د ساحې لپاره واستول شي.
په افغانستان کې د ټاپي پروژې عمومي رییس له سیمه ییزو مسوولینو څخه د تجهیزاتو د انتقال او د لنډمهاله کمپونو د جوړولو په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د برابرولو غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې، د هرات والي شیخ مولانا اسلام جار د «اسلیم چشمه» په سرحدي سیمه کې د ټاپي پروژې د پایپ لاین او تجهیزاتو د انتقال لپاره د ګډ بندر د جوړېدو هرکلی وکړ.
هغه د دې سترې پروژې د عملي چارو د ګړندي کېدو پر اهمیت ټینګار وکړ او ترکمن پلاوي ته یې د سیمه‌ییزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ او د ټاپي پروژې د امنیت د خوندي کولو ډاډ ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته