په افغانستان کې د نړيوال بانک رييسه: د افغانستان د پياوړتيا او بيا رغاونې په خاطر به زموږ ملاتړ دوام وکړي
کابل / د چنګاښ ١٤مه / باختر
د ماليې وزارت سرپرست محمدخالد پاينده پرون مازيګر په افغانستان کې د نړيوال بانک له رييسې ميرمن ملنداګوود سره د خپل کار په دفترکې وکتل.
د باخترآژانس د خبرله مخې، د ماليې وزارت سرپرست په دې کتنه کې پرمتقابلواو دوه اړخيزو همکاريو ټينګار وکړ او دغه راز د افغانستان د پرمختيايي لومړيتوبونو د افغانستان د بيا رغاونې صندوق د ملاتړيزو مرستو د جلبولو او ښو خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه څرګندونې وکړې.
وروسته ميرمن ملندا ګوود ژمنه وکړه چې د افغانستان د پياوړتيا او بيا رغاوني په لاره کې به د نړيوال بانک ملاتړ دوام وکړي او د دغه سازمان د اقتصادي همکاريو د دوام ډاډ ورکړ.
\ خ ا