په افغانستان کې د ناروې کمېټه د اطلاعاتو او کلتور له وزارت سره په کلتوري او هنري برخو کې همکاري کوي

کابل، د سلواغې ۲۴مه، باختر

د اطلاعاتو کلتور وزارت د هنر او کلتور معین مولوي عتیق الله عزیزي نن په خپل کار‎ي دفتر کې په افغانستان کې د ناروې کمېټې له مشرتاریه مګنوسن واتردال سره وکتل.

عزیزي په دغه کتنه کې د هېواد فرهنګي وضعیت په تړاو خبرې وکړې او په کلتوري او هنري برخو کې یې په مهمو لاسته راوړنو رڼا واچوله.

هغه همدارنګه د افغانستان له خلکو سره د ناروې کميټي د ترسره شویو مرستو ستاینه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې یاده کمېټه د افغانستان د لرغونو او هنري بنسټونو په رغونه کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ناروې کمېټې مشر په دغه کتنه کې وویل چې یاده کمېټه د عامې روغتیا سربېره د تخنیکي او مسلکې زده کړو په برخه کې د افغان ځوانانو د مهارتونو په لوړولو او د غالۍ اوبدلو صنعت، چې د افغانستان د کلتور له مهمو برخو څخه ده، عملي کار کوي.

نوموړي زیاته کړه، په افغانستان کې د ناروې کمېټه چمتو ده، چې د خپلو امکاناتو په نظر کې نیولو سره له اطلاعاتو کلتور وزارت سره په ځانګړي ډول د کتابتونونو او هنري او ادبي برخو د تمویل په برخو کې ګډ کار وکړي.

هېره دې نه وي، چې په دغه کتنه کې دواړو لوریو په یو شمېر نورو اړوندو موضوعاتو هم خبرې اترې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته