کابل / باختر/ د چنګاښ٢٠ مه
په ٢٠١٩ کال کې د «ريکا» د سفيرانو د همغږۍ دويمه غونډه پرون د بهرنيو چارو وزارت د سياسي معين ادريس زمان، د «ريکا» د سفيرانو او د موجودو خونو د يوشمېر استازو په ګډون جوړه شوه.
د بهرينو چارو وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
ادريس زمان د خصوصي برخې د ودې او د سيمې د نښلولو لپاره د «ريکا» د سوداګرۍ او صنايعو د خونې جوړول مهم او ارزښتناک وبلل او د «ريکا» په چوګات کې يې پر سيمه ييزو اقتصادي همکاريو ټينګار وکړ.
دغه راز د دې غونډې په وروستۍ برخه کې، په لاجوردو تګلوري کې له هرات څخه د ترکيې تر استانبول ښار پورې د لاجوردو لارې د بايسکل ځغلوونکو ويډيو ګډونوالو ته وښودله.
ختم-شکريه – اکرم