په افغانستان کې د روغتیايي سیسټم پر پیاوړتیا خبرې وشوې

کابل، د لېندۍ ۱۹مه، باختر
د عامې روغتیا وزارت سرپرست مولوي نور جلال جلالي، د افغانستان لپاره د روغتیا نړیوال سازمان له مشر ایډوین سینیزا سلواډور، د نړيوال بانک له استازې هادیه سماها، د افغانستان لپاره «یو‌ان‌اف‌پي‌اې» سازمان له مشر کوابینا اسانتي او د روغتیا په برخه کې د یونېسف ادارې له مسئولینو سره کتلي دي.
د عامې روغتیا وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، افغانستان کې د روغتیا په برخه کې د شته ستونزو د حل، روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا او په دې برخه کې د نړیوالو مرستو د راجلبولو په اړه خبرې شوې دي.
مولوي نور جلال جلالي، د عامې روغتیا وزارت له نړیوالو همکارانو سره په ګډه د ولسونو اړتیاوو ته په کتو د روغتیايي خدمتونو د پیاوړي کولو، په معیاري توګه د ناروغانو ستونزو ته د رسېدنې او د شته ستونزو د حل په موخه د دوه اړخېزه هڅو یادونه کړې او ویلي یې دي چې د هغه ټولو ستونزو د حل لپاره به کار وکړي، چې د روغتیایي سیسټم د پراختیا او پیاوړتیا لامل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته