په افغانستان کې د دوو تنو امريکايي سرتيرو وژل کيدل

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ٤ :
دوه تنه امريکايي سرتيري په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره په نښته کې ووژل شول .
په دغو سرتيرو پرون دافغانستان په ختيځ کې د وسله والو طالبانو له خوا بريد وشو او ووژل شول.
ويل کيږي  چې په دې پيښه کې وسله والو طالبانو ته هم د سر زيان اوښتى دى .
ناټو باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره په دې پيښه کې د دوو تنو امريکايي سرتيرو وژل کيدل تائيدکړل.
په دې خبرپاڼه کې د دغې پيښې دقيق ځاى نه دى په ډاګه شوى .
تيره اوونۍ هم د ناټو دوه تنه سرتيري د افغانستان په جنوب اوختيځ  په دوو جلاجلا پيښوکې ووژل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته