امنیت

په افغانستان کې د دوو امريکايي سرتېرو وژل کېدل

کابل/باختر/ د چنګاښ ۵ مه
دوه امريکايي سرتېري په افغانستان کې ووژل شول.
ناټو د دغو سرتېرو وژل کېدل تاييد کړل، خو د سيمې او د وژنې د څرنګوالي په اړوند یې څه ونه ويل.
په همدې حال کې په ميدان وردګو کې يو سيمه ييز خبرځاى وايي چې دغه دوه امريکايي سرتېري په سيد آباد ولسوالى کې د طالبانو په بريد کې وژل شوي دي.
په روان کال کې شپږ امريکايي سرتېري په افغانستان کې وژل شوي دي.
د امريکا د دفاع وزارت د شمېرنو له مخې: په افغانستان کې د ٢٠٠١ کال له پيل څخه تر اوسه پورې په هېواد کې دوه زره ۲۱۶ امريکايي سرتېري وژل شوي دي.
  ختم- سعيده- اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته