امنیت

په افغانستان کې د داعش يو قوماندان مسلم دوست له داعش څخه جلا شو

کابل –باختر د تلې دمياشتې ٢٩

عبدالرحيم مسلم دوست چې په افغانستان کې د داعش د ډلې د قوماندان په توګه بلل کيده؛ اعلام وکړ چې نور د دغې ډلې د خراسان د برخې د مشر حافظ سعيد بيعت نه کوي او د ده اطاعت به ونه کړي.

مسلم دوست له حافظ سعيد څخه د خپل د بيلتون علت چې يو پاکستانى دى؛ په افغانستان کې د داعش د ډلې غير اسلامي او غير انساني چلند وباله.

مسلم دوست وويل: حافظ سعيد په افغانستان کې اسلامي اصول تر پښو لاندې کړي دي او هغه تر خپلې واکمنۍ لاندې سيموکې دښوونځيو او کلينيکونو دروازې د خلکو او زده کوونکو پرمخ تړلې دي او له خلکو سره بد چلند کوي .

مسلم دوست، حافظ سعيد يو غير عادي سړى وباله چې د غير عادلانه پريکړو په صادرولو سره د افغانستان خلک ځوروي او د هغوى سپکاوى کوي.

تر اوسه پورې د داعش د ډلې مشر په دې باب نظر نه دى څرګند کړى، خو د مسلم دوست بيلتون کولاى شي په افغانستان او پاکستان کې د داعش د ډلې د مشرانو ترمنځ د نظر د اختلاف پيل وي.

يو شمېر سياسي کارپوهان حافظ سعيد چې په خپله پاکستانى دى؛ د دغه هيواد د استخباراتو د سازمان نوکر بولي چې د داعش په نامه غواړي په افغانستان کې د پاکستان د استخباراتو د سازمان پروګرامونه عملي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته