فرهنګ

په افغانستان کې د خبريالانو پرخلاف تاوتريخوالى زيات شوى دى

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ١٦
د رسنيو د بازار نړيوال مرکز وايي: په ٢٠١٤ م کال کې په افغانستان کې د خبريالانو پرخلاف تاوتريخوالى په سلوکې ٦٥زيات شوى دى.
د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې: د رسنيو د بازار ( د خبريالانو، رسنيو او د بيان د آزادۍ د مدافع ) لوى رييس حامد پويا نن په يوه خبري غونډه کې وويل: په افغانستان کې د خبريالانو او د رسنيو د کارپوهانو پرخلاف تاوتريخوالى د ٢٠١٤ کال په بهيرکې په سلوکې پنځه شپيته زيات شوى دى او افغانستان له سوريې وروسته دويم هيواد دى چې د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالى ډګر و.
ده زياته کړه: د ٢٠١٤ کال په بهيرکې په افغانستان کې ٨ تنه خبريالان وژل شوي، ٩ تنه ټپيان، ٢٠ تنه نيول شوي، ٣٨ تنه وهل او ډبول شوي او ٥٠ تنه نور خبريالان ګواښل شوي دي.
پويا زياته کړه: د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالى ٨٠ مورده د دولت له خوا، ١١ مورده د طالبانو له خوا، ٥ مورده د بهرنيو ځواکونو له خوا او ٢٩مورده د ناپيژاندانوکسانو له خوا په خبريالانو شوي دي.
پويا له حکومت څخه وغوښتل چې د خبريالانو مصوونيت ته پاملرنه وکړي او د خبريالانو پرخلاف د تاوتريخوالي له عاملينو سره دې قانوني چلند وکړي .
د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د خبريالى کار د زبرځواکو، وسله والو مخالفينو، د نشه يي توکو د مافيا او د يو شمېر رسمي مقاماتو له خوا له ځنډ سره مخامخ کيږي. ځکه همدغه طبقه له رسانه يي کار او افشا کولو څخه ډاريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته