په افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید پر منابعو د پانګونې په اړه خبرې وشوې

کابل، د لړم ۱۵مه، باختر

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس ډاکټر عبدالباري عمر، په کابل کې د چین له سفیر ژاو شینګ سره په کتنه کې، افغانستان کې د برېښنا انرژۍ د تولید پر منابعو د پانګونې په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې، د افغانستان برېښنا شرکت رئیس د برېښنا انرژۍ د تولید په برخه کې د شته فرصتونو په اړه معلومات ورکړي او په دې برخه کې یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

دغه راز د چین سفیر، په افغانستان کې د پانګه والو د هڅونې او ملاتړ هرکلی کړی او ژمنه یې کړې، چې د افغانستان د انرژۍ په سکتور کې د پانګونې لپاره د خپل هېواد د خصوصي سکټور د پانګه والو د راجلبولو، ظرفیت لوړونې او تخنیکي برخو کې به پوره همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته