په افغانستان کې د اوولسو تنو وسله والو طالبانو وژل او نيول کيدل

 

کابل باختر دمرغومي څليرويشتمه

 په افغانستان کې د يو لړ پوځي عملياتو په بهيرکې اوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ونيول شول .

  په دغو طالبانو نن سهار کله چې د بغلان ، غزني ، ارزګان او د ننګرهار د ولايتونو په مربوطاتوکې په تروريستي فعاليتونو بوخت و؛ د افغان پوځيانو او د بهرنيو ځواکونو له خوابريد وشو .

 باختر اژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ چې په دغو پوځي عملياتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان ونيول شول او څه ناڅه يوولس تنه نور ووژل شول .

  ويل کيږي چې ددغو عملياتو په  بهيرکې څو ځانمرګې واسکټونه او يوه اندازه جنګي وسايل  هم دپوځيانو لاس  ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته