سیاست

په افغانستان کې د (ان. آر.سي) د پروګرام له مسوول سره د عدليې د وزيرکتنه

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٠  :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت د عدليې وزير ډاکترعبدالبصير انور پرون په  افغانستان  کې د (ان. آر.سي) د پروګرام له مسوول نيکولاس ليفتويچ او له ملګري هيئت سره يې د خپل کار په دفترکې وکتل.
د عدليې وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته د يوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي: لومړى ښاغلي نيکولاس، ميرمن يسرا (مطيع) د هغه تفاهم ليک له  مخې چې تېرکال د عدليې وزارت او د (ان. آر.سي) موسسې ترمنځ لاسليک شوى و؛ د جندر په چاروکې د سلاکارې په توګه د عدليې وزارت ته معرفي کړه.
د عدليې وزير له دغه وزارت سره د (ان. آر.سي) موسسې د همکاريو له امله مننه او قدردانې وکړه او له هغوى څخه يې وغوښتل چې د ليسانس او ماستر په سويه  په عدليې وزارت کې کارکوونکو ميرمنو ته  د داخل خدمت زده کړې د زمينې په برابرولوکې همکاري وکړي.
ده دغه راز له دوى څخه وغوښتل چې دعدليې وزارت د اړتيا وړ يوشمېرکتابونه برابر او د دغه وزارت په واک کې ورکړي.
نيکولاس وويل: زموږ يو فعاليت د حقوقي کتابتونونو په برابرولو سره د افغانستان له عدلي سيستم سره مرسته ده  .
ده زياته کړه  چې په  ٢٠١٦ ميلادي کال کې يې د افغانستان د شمال په ولايتونو کې د دغو ولايتونو د عدليې رياستونو په همکارۍ ٢٢ کتابتونونه جوړکړي دي  او پنځلس نورکتابتونونه د افغانستان په لويديځ کې ترکار لاندې لري چې تر اوسه پورې نه دي بشپړ شوي او د کتابونو د پيرودنې بهير دوام لري.
ده ژمنه وکړه چې دغه موضوع له همکارو تمويلوونکو سره  طرحه کوي او تر کومه ځايه پورې چې د (ان. آر.سي) موسسه ځواکمني لري؛ په دې برخه کې به  د عدليې له وزارت سره همکاري وکړي.
د عدليې وزير د اساسي قانون  د ٣١ مادې  او د حقوقي مرستو د مقررې له مخې د دغه وزارت د مکلفيتونو يادونه وکړه او ويې ويل چې د افغانستان د دولت  د اساسي قانون  ٣١ مادې او په تېره بيا د عدليې وزارت مکلف کړى دى چې په جرمي قضيوکې بېوزلو مظنونينو او متهمينو ته په وړيا ډول مدافع وکيل موظف کړي او دغه راز په مدني قضيوکې په ميرمنو او ماشومانو پورې اړوند د حقوقي مرستو مقررې هم دغه مکلفيت د عدليې وزارت په اوږدو ايښى دى.
ده له ميرمنو سره د حقوقي مرستې په برخه کې د  (ان. آر.سي) له موسسې څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه او دغه راز له هغوى څخه يې وغوښتل چې د بلخ ولايت د عدليې رياست د اړتياوو په بشپړولوکې هم له دغه وزارت سره همکاري وکړي.
په پاى کې نيکولاس ژمنه وکړه چې طرحه شوې غوښتنې په خپلو راتلوونکو پلانونوکې په پام کې نيسي او ترکومه ځايه پورې چې په قدرت کې يې وي؛   د عدليې له وزارت سره به همکاري وکړي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته