سیاست

په افغانستان کې دکاناداسفيرې دافغانستان له نوي حکومت سره دخپل هيواد په هميشنې ملاتړ باندې ټينګار وکړ .

کابل باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس محمد اشرف غني  په افغانستان کې دکانادا له سفيرې ميرمن  ديبورا ليونس سره  وکتل .
  دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :  په دې کتنه کې چې نن  په ارګ کې وشوه  ، دواړو لورو په اقتصادي ، کرنيزو ،  دښځو او نجونو دظرفيت دلوړولو په برخو کې له افغانستان سره دکانادا دمرستو او دغه راز  دسيمه ئيزو همکاريو په باب خبرې وکړې .
په افغانستان کې  دکانادا سفيرې  ميرمن  ديبورا ليونس  دافغانستان له نوي حکومت سره  دخپل هيواد په هميشنې او بشپړ ملاتړ باندې ټينګار وکړ او دنوې کابينې  دمعرفي کيدو له امله يې  دافغانستان جمهور رييس او خلکو ته  مبارکي وويله  .
  ده وويل  چې کانادا به  دافغانستان  قوي همکار او شريکه پاتې شي . او دافغانستان نوى حکومت کولى شي  په هغې  حساب وکړي .
  ميرمن ديبورا ليونس  ، افغانستان  دکانادا لپاره  يو لومړيتوب لرونکې  هيوادوباله  اوويې ويل چې دافغانستان  له پراختيااو پرمختګ او له افغان  امنيتي ځواکونوسره  دکانادا همکاري او ملاتړ به دوام ومومي .
  په مقابل کې  جمهور رييس غني په تيرو ديارلسوکلونو کې  له افغانستان سره دکانادا دمرستو  او ملاتړ له امله مننه وکړه .
جمهور رييس وويل چې کانادا دافغانستان يوه ښه همکاره ده او موږ په افغانستان کې ددغه هيواد  دامنيتي ځواکونو  دقربانيو درناوى کوو .
  ختم_ ف _ اکرم

دهندوستان تر ادارې لاندې  کشمير کې  ددوو تنو  ياغيانو وژل کيدل
٢٢- سرينګر باختر دمرغومى  پنځه ويشتمه :
  هندي عسکرو نن  دوه تنه مشکوک ياغيان  ددغه هيواد تر ادارې لاندې  کشمير کې په سخته نښته کې  ووژل .
  باخترآژانس دپاکستان د ډان ورځپاڼې له خولې خبر راکړ :  دهند امنيتي ځواکونو دشاپيان په جنوبي ناحيه کې ددغه هيواد تر ادارې لاندې  کشمير کې له ياغيانوسره په نښتې لاس پورې کړ  چې له امله يې دوه تنه ووژل شول  او نښته تر غرمې وروسته پورې  روانه وه . 
تراوسه پورې کومې خپلواکې سرچينې  دغه پيښه نه ده تاييد کړى او کومې ياغې ډلې هم په دې باب څرګندونې نه دې کړي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته