نړۍ

په افغانستان کې دچين دقدرت لوبه .

لندن  باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
  دبريتانيا  د فاينشنل  ټايمز  ورځپاڼې  په خپلې وروستي ګڼه کې ( په افغانستان کې دچين دقدرت لوبه  )  تر عنوان لاندې يو مطلب  خپور کړى دى چې په يوه برخه کې يې  ويل شوي دي چې له افغانستان او داسيا له جنوب څخه دامريکا په  شاتک سره ، چين غواړي  چې دغه تشه ډکه کړي .
دغه هيواد سيمه ئيز قدرتونه  راغونډ کړي دي او دافغانستان دکانونو او دتيلو او ګاز درايستلو په برخه کې  يې پانګونه کړې ده .  او په سيمه کې يې  په خپل متحد پاکستان زور اچولى دى چې طالبان دافغانستان له حکومت سره  دخبرو ميز ته راوکاږي .
آن درارسيدلو خبرونوله مخې ، چين دطالبانو هيئتونه خپلې خاورې ته رابللي دي چې په افغانستان کې دسولې دتامينولو په لاره کې يې  مرسته کړې وي .
دورځپاڼې  په ليکنه چين هيڅکله له خپلو پولو څخه بهر دغه شان ديپلوماتيک رول په غاړه نه دى اخيستى  او که چيرې په افغانستان کې دچين هلې ځلې  بريالى شي دغه هيواد کولاى شي په شمالي کوريا کې هم مثبت رول ولوبوي .
  خو دفاينشنل  ټايمز په ليکنه پوښتنه دلته ده چې ايا چين چمتو دى په يو داسې هيواد کې دغه شان ستونزمن  رول ولوبوى چې په معاصر تاريخ کې يې پخواني شوروي ته ماتې ورکړې ده او امريکا هم په هغه کې په خپلې جګړه کې په زړه پورې نتيجه ترلاسه نه کړه .
  ورځپاڼه دچين هلوځلو ، دافغانستان دحکومت له مقاماتو سره خپلو خبرو ، په دغه هيواد کې پانګونو او چين ته  دطالبانو بلنې  ته اشاره کوي او ليکي چې چين په دې کار کې ليوالتيا ښودلې ده .
دورځپاڼې  په ليکنه  دامريکا متحده ايالاتو ونه کړاى شول چې په افغانستان کې يو باثبات  اقتصاد په  ميراث پريږدي  اويا دپاکستان اردو دې ته اړه کړي چې دافغانستان  دوسله والو مخالفينو  ملاتړ ونه کړي  خو دچين اقتصادي پروګرامونه او اومو موادوته دهغه اړتياوې کيداى شي دافغانستان او پاکستان لپاره دعوايدو يوه ستره سرچينه رامنځته کړي او ددې سبب شي چې دغه هيوادونه له تاوتريخوالي او افراطيت څخه لرې والى غوره کړي .
دفاينشنل  ټايمز په ليکنه  هريوه زيانمنوونکي هيواد ته په تاريخ کې يوځل دغه  شان فرصت برابريږي  خو داچې دغه دواړه هيوادونه يعني  افغانستان او پاکستان به له دغه  شان فرصت  څخه په سمه توګه دځان په ګټه  استفاده وکړي ، هغه پوښتنه ده چې نه شو کولاى اوس ځواب يې  ترلاسه کړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته