په افغانستان کې دوسله والوطالبانو ددريو تنو سيمه ئيزو قوماندانانو نيول کيدل
– کابل باختر دلړم څوارلسمه
دوسله والو طالبانو درې تنه سيمه ئيز قوماندانان په افغانستان کې دپوځي عملياتو په بهير کې ونيول شول .
دغه قوماندانان دهلمند ، قندهار او دغزني دولايتونو په مربوطاتو کې په خپلو پتڼځايونو کې ونيول شول .
باختر اژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ ، چې دغه قوماندانان تروريستي بريدونو ته په سازمان ورکولو بوخت و ، چې دناټو او افغان پوځيانو له خوا پرې بريد وشو او ونيول شول .
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې دطالبانوپه ډلې پوري اړوند څو تنه نور جګړه ماران هم نيول شوي دي .
په خبرپاڼه کې زياته شوې ده چې په دغو عملياتو کې دوسله والوطالبانو په لسګونو جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .
په همدي حال کې دهلمند ولايت سيمه ئيز و مقاماتو نن ددغه ولايت لپاره دطالبانو د تش په نامه والي دمرستيال ملا مزمل د څلورو تنو قوماندانانو دوژل کيدو خبر ورکړ .
دغه قوماندانان دملي امنيت دمامورينو په پوځي عملياتوکې وژل شوي دي .