کابل باختر د وري اوومه
سره له دې چې دعامې روغتيا وزارت مقامات په هيواد کې دنري رنځ دناروغي د تشخيص او درملنې لپاره دروغتيايي مرکزونو دزياتوالۍ خبري کوي خو اوس هم دغه ناروغي په پراخه اندازه په هيواد کې ديوې مهمې روغتيايي ستونزې په توګه پاتي ده .
دموظفو ډاکترانو دڅرګندونو له مخې دنري رنځ يا دسل دناروغيو پيښې د تيرو کلونو په پرتله زياتي شوي دي لکه څنګه چې دهيواد په ختيځو ولايتونو کې ويل شوي دي چې دغه پيښې په سلو کې تر شلو پوري زياتي شوي دي .
دعامې روغتيا وزارت دساري ناروغيو دعلاج او درملنې دلوى رياست سرپرست ډاکتر ضرابي دباختر اژانس خبريال ته وويل چې دلس کاله مخکي په پرتله په افغانستان کې دنري رنځ دناروغي د تشخيص او درملنې په برخه کې ديادونې وړ پرمختګونه شوي دي .
دده د څرګندونو له مخې لس کاله مخکې دهيواد په کچه دنري رنځ دتشخيص او درملنې شپږ ديرشو مرکزونو شتون درلود خو اوس دغه مرکزونه يو زرو يو سلو دري ويشتو ته رسيدلي دي .
ده وويل په ٢٠٠١ کال کې نهه زره شپږ سوه اته شپيته پيښې ثبتي شوي وي خو په ٢٠١١ کال کې اته ويشتو زرو يو سلو اووه شپيتو پيښو ته لوړي شوي .
په همدي حال کې دنري رنځ دکنترول دملي پروګرام رييس ډاکتر خالد صديق هم په دي باور دي چې دنري رنځ پيښې زياتي شوي نه دي ځکه ددغي ناروغي دتشخيص او درملنې مرکزونه زيات شوي دي او تبليغات شوي دي او دهيواد په لري پرتو سيموکې دخلکو پوهاوي هم زيات شوي دي او زيات شمير خلک دتشخيص مرکزونو ته مراجعه کوي او تر درملنې لاندې نيول کيږي له دې امله په روغتيايي مرکزونو کې دمراجعينو دثبت شمير زيات شوي دي .
دعامې روغتيا وزارت دساري ناروغيو دعلاج او درملنې رياست سرپرست ډاکتر ضرابي هم دپيښو دزياتوالي علت په روغتيايي مرکزونوکې په ناروغيو په اخته کسانو په ثبت او راجستر کې بولي .
ده وويل چې په ١٣٩٠ کال کې دهيواد په کچه دنري رنځ اته ويشت زره يو سلو اووه شپيته مثبتي پيښې تشخيص شوي دي او له ٢٠٠١ کال راپديخوا په هيواد کې دوه سوه دوه څلويښت زره دري سوه پنځه اويا پيښې تشخيص او تداوي شوي دي .
ډاکتر ضرابي زياته کړه چې دنړي دروغتيايي سازمان له خوا له وړاندې شويو شميرنې له مخې په افغانستان کې په کال کې نږدي يو پنځوس زره تنه دنري رنځ په ناروغي اخته کيږي .
ده وويل افغانستان دنړي دهغو دوه ويشتو هيوادونو له جملي څخه دي چې دنري رنځ دناروغيو ډيري زياتي پيښې لري .
ډاکتر ضرابي بي وزلي ، بي سوادي ، کورنۍ جګړي او دخلکو ناڅيز مياشتني عايد ددغي ناروغي مهم عوامل وبلل .
د ډاکتر خالد صديق د څرګندونو له مخې دنري رنځ ناروغي دوه ډوله ساري او غير ساري ده چې ساري نري رنځ په لږو اغيزه کوي او له بده مرغه زموږ په هيواد کې خلکود وقايي په خاطر احتياط نه رعايتوي اوکله چي په يوه کورنۍ کې يو تن په دي ناروغي اخته شي په اساني سره نورو ته سرايت کوي .
ده وويل که چيري دايمې ټوخي او د شپي له خوا تب کوم شخص ته سرايت وکړي بايد دنري رنځ دتشخيص او درملني مرکز ته لاړ شي اوکه چيري ثابته شي چې په ناروغي اخته ده بايد له دولتي مرکزونو څخه لازم درمل چې په وړيا ډول ويشل کيږي تر لاسه کړي او دموظف ډاکتر له لارښوونې سره سم عمل وکړي او تربيا روغتيا پوري درمل چې اړتيا ورته لري وکاروي .
د ډاکتر صديق دڅرګندونو له مخې په دغې ناروغي اخته کسان بايد په جلا خونه کې ويده شي دټوخي په وخت کې دي دستمال په خوله اوپوزه کې ونيسي او د ډوډي خوړلو او چايو دڅښلو لوښي دي جلا وي و او په ناروغي اخته سړي بستره دي بايد لمر ته واچول شي او دغه راز لازم درمل دي د ډاکتر له لارښوونې سره سم په منظم ډول او په خپل وخت ترلاسه کړي .
ډاکتر خالد صديق دغه راز وويل چې اخته کسانو ته په لازم درمل سربيره يوه اندازه خوراکي توکي چې يوه بوري غنم ، يو ډبلي غوړي ، يوه اندازه لوبيا اونخود او نور پروتين لرونکي مواد مياشت په مياشت ورکول کيږي .
ويل کيږي چې دنري رنځ مکروب دلومړۍ ځل لپاره د ١٨٨٢ ميلادي کال دمارچ دمياشتي په څلور ويشتمه نيټه دالماني پوه رابرت کخ له خوا وپيژندل شو .اوله هغه وخت څخه تراوسه پوري کال په کال دمارچ څلور ويشتمه دنړي دهيوادونو له خوا له نري رنځ سره دمبارزي دنړيوالې ورځې په نامه نمانځلي کيږي خو زموږ په هيواد کې په تيرو لسو کلونوکې دالومړۍ کال دي چې دعامې روغتيا وزارت له خوا دغه ورځ نمانځل کيږي .
1 3 دقیقې لوستل