په افغانستان کې دناټو ديو سرتيري وژل کيدل.

کابل  باختردمرغومي دمياشتې  ١٣ :
په افغانستان کې دوسله والو طالبانو دبريد له امله دناټو يو سرتيري ووژل شو.
په دغه بهرني پوځي چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى  نن کله چې  دافغانستان په جنوب کې  په ګزمې بوخت و دجګړه مارو طالبانوله خوا بريد وشو او ووژل شو.
ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په  ليږلوسره  دخپل دغه پوځي وژل کيدل تائيد کړل خو دده دهويت اودپيښې ددقيق ځاى په باب يې څه ونه ويل.
دسه شنبې په ورځ هم دناټو يو پوځي دافغانستان په  جنوب کې  په يوه پيښه کې  ووژل شو.په همدې  ورځ دوه تنه هسپانوي سرتيري هم په هرات  ولايت کې ددوو تنو افغان پوځيانو په ډزو کې ټپيان شول .دنه تائيد  شويو شميرنو له مخې،  دتيرميلادي کال په بهيرکې  پنځه سوه څلور تنه بهرني پوځيان په افغانستان کې  وژل شوي دي .په داسې حال کې  چې دغه شمير په  ٢٠١١ کال کې  پنځه سوه شبږنوي تنو ته رسيدلى و.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته