په افغانستان کې دناټو دوه تنه عسکر ووژل شول.
کابل باختردمرغومي دمياشتې ١٥ :
دناټودوه تنه عسکر په افغانستان کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول.
ددغودووتنو عسکرو هويت نه دى افشا شوى پرون دافغانستان په جنوب کې دګزمې په وخت کې دماين دچاودنې له امله ووژل شول .
ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولوسره دخپلو دغو دوو تنو عسکرو وژل کيدل تائيد کړل خودهغوى دهويت اودپيښې ددقيقې سيمې په باب يې څه ونه ويل .
دځينورسنيو دخبرونوله مخې، دغه عسکرامريکاييان وو.
دامريکا ددفاع وزارت له خوا دوړاندې شويو شميرونو له مخې، په ٢٠٠١ ميلادي کال کې په افغانستان کې دناټو دماموريت له پيل څخه تراوسه پورې ددغه هېواد څه ناڅه شل زره دري څلويښت تنه ځواکونه وژل شوي دي اوڅه دپاسه اتلس زره تنه نور امريکايي پوځيان ټپيان شوي دي.
دباختراژانس دخبرله مخې، دچهارشنبې په ورځ هم دناټو يو عسکر دافغانستان په جنوب کې دوسله والو طالبانو دبريدله امله ووژل شول.