سیاست

په افغانستان کې دناتو لوى قوماندان : په دغه هيواد کې دناتو پوځي تګلاره نه بدليږي .

 په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو لوى  قوماندان يوځل بيا دغه خبري تکرار کړې چې القاعده او نورې تروريستي شبکې لااوس هم په پاکستان  کې له کومي څارنې پرته فعاليت کوي .

  دباختر اژانس دخبر له مخې  جنرال آلن چې دامريکا دوسله والو خدمتونو دکميټي  داستازو مجلس په غونډه کې يې خبري کولي څرګنده کړه : القاعده او نوري تروريستي  او بنسټپالى  شبکې چې دافغانستان او ائتلاف  عسکر وژنى ، لاتراوسه پورې هم دپاکستان په پولو کې له  څارنې  پرته فعاليت کوي اوطالبان لاتراوسه پورې ديوه تيري  کوونکي دښمن په توګه پاتې دى خو طالبان  دافغانستان په جنوب کې  کمزوري شوي دي .

 سره  له دى چې دناتو دغه جګپوړي  قوماندان دتيرميلادي کال په نسبت په روان کال کې دطالبانو د تروريستي ډلو فعاليتونه اوکړه وړه لږ وبلل خو ويې ويل طالبان به هلې ځلې وکړي تر څو دروان کال په پسرلي کې  په تروريستي بريدونو ، چاودنو او دخلکو په لمسونې سره خپل وروسته  پاتې والي جبيره کړي .

  جنرال  جان آلن پر پاکستان سربيره  دافغانستان په نورو ګاونډيو هيوادونو تور ولګاوه چې په افغانستان کې کړکيچونوته لمن ووهي .

 په افغانستان کې دنړيوالو ځواکونو لوى قوماندان زياته کړه دقرانکريم دسوځولو دبهرنيو ښوونکو  دوژل کيدو او په افغانستان کې  دملکي وګړو دوژل کيدو په ګډون په دغه هيواد کې له وروستيو پرومختياو سره سره دتروريزم  پرخلاف دمبارزې دنړيوال ائتلاف او ناتو پوځي تګلاره نه ده بدله شوې او نه بدليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته