سیاست

په افغانستان کې دناتو د راتلوونکې ماموريت دڅرنګوالي په باب دهغوى خبرې .

واشنګتن  نړيوالې خبري منابع باختر دمرغومې دمياشتې ١
افغانستان او ناټو په افغانستان کې له ٢٠١٤ م کال وروسته دناټو د ماموريت دڅرنګوالي په باب خپلې رسمي خبرې  پرون پيل کړې .
دناټو مقامات وايي چې دافغانستان او ناټو په موافقه ليک کې په شمال مقررات
به تر زياتې اندازې  پورې دکابل او واشنګتن دموافقه ليک د مواردو  په شان وي.
دناټو دڅرګندونو له مخې :  دغه موافقه ليک به  په افغانستان کې د دغه تړون دمتحدينو دپوځي شتون څرنګوالى  وټاکې  .
راسموس په يوه اعلاميه کې وويل   چې په افغانستان کې له ٢٠١٤ م کال وروسته دناټو دماموريت دڅرنګوالي په باب خبرې دافغانستان لپاره دناټو د استازي مورنيس بوخيمس اودافغانستانستان ملي امنيت سلاکار ډاکتر رنګين دادفر سپنتا ترمنځ پيل شوي دي .
د رارسيدلو خبرونو له مخې :  په افغانستان کې له ٢٠١٤ م کال وروسته دناټو
د شتون دمشخص کولو په باب خبرې په کابل کې شوي دي.
د آزادى راډيو دخبر له مخې  :  په هغه صورت کې چې افغانستان او ناټو موافقه وکړي  دناټو له اتو څخه تر دولسو زرو پورې عسکر به له ٢٠١٤ م کال وروسته  په افغانستان کې دنده ترسره کړي چې دهغوى ماموريت به دافغان ځواکونو روزنه  او هغوې ته د لازمو مشورو ورکول  وي .
دهمدې خبرله مخې : دناټو مقاماتو ويلى دي چې دناټو او کابل ترمنځ دموافقې په صورت کې به ناټو په افغانستان کې څلور پوځي اډې جوړې کړې .
دبي بي سي  انڼرنټي سايټ  دافغانستان دجمهوري رياست د ويندوى ايمل فيضي له خولې نن خبر ورکړ  چې ددغه موافقه ليک دموادو په باب خبرې به دافغانستان دولت په راتلونکو ورځو کې ددغه هيواد په امنيت شورا کې پيل کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته