په افغانستان کې دملګروملتو د سازمان دسرمنشي ځانګړي استازي له محمدکريم خليلي سره وکتل

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ١ :
په افغانستان کې د ملګروملتو د سازمان دسرمنشي ځانګړي استازي يان کوبيش
نن له غرمې وروسته د جمهور رييس له مرستيال محمدکريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختر آژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې دواړو لورو دجمهوري رياست دانتخاباتو او دعلاقې وړ نورو موضوعګانو په باب خبرې وکړې.
لومړى دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي په برياليتوب سره دجمهوري رياست ددويم پړاو د انتخاباتو ترسره کيدل او دامنيت دتامينولو لپاره دهېواد دامنيتي ځواکونو رول وستايه او دکار يې دهېواد دامنيتي ځواکونو دځواکمنۍ څرګندوى وباله .
دافغانستان لپاره دملګروملتو دسازمان دسرمنشي ځانګړي استازي په انتخاباتو کې دخلکو پراخ ګډون ددولت وسله والو مخالفينو ته روښانه ځواب وباله او دده دڅرګندونوله مخې تير وخت ته دنه ستنيدو لپاره څرګند پيغام دى .
ده دغه راز دجمهوري رياست دانتخاباتو په باب اوسنيو ستونزو ته په اشارې سره دجمهوري رياست له دواړو نوماندانو سره دخبرو لپاره دملګروملتو دسازمان دهمکارۍ اودانتخاباتو له ترسره کوونکو کميسيونونو سره دهمکارۍ خبر ورکړ او څرګنده يې کړه چې دملګروملتو سازمان تيارى لري چې په لازمو مواردو کې په دې برخه کې دافغانستان له دولت اوخلکوسره همکاري وکړي .
د ملګرو ملتو د سازمان دسرمنشي ځانګړي استازي له دې امله چې په خپله جمهور رييس او دجمهوري رياست دواړو نوماندانو دانتخاباتو په باب دملګروملتو دسازمان درول دلوبولو هرکلى کړى دى ، قدرداني وکړه.
د جمهور رييس مرستيال محمد کريم خليلي د افغانستان له دولت او خلکو سره دملګرو ملتو دسازمان دهمکاريو له امله دقدردانۍ دڅرګندولو په ترڅ کې په څه دپاسه يوه لسيزه کې دافغانستان د بيا جوړولو لپاره ملګرو ملتو د سازمان رول ازرښتناک وباله .
د جمهور رييس مرستيال دانتخاباتو په بهيرکې دستونزو له منځه وړلوسره دمرستې لپاره دملګروملتو دسازمان دتياري هرکلى وکړ اوهيله يې وکړه چې ددغه سازمان ، دجمهوري رياست دنوماندانو او دانتخاباتو دترسره کوونکو کميسيونونو په مرسته او همکارۍ دحل ښه لاره وموندل شي .