ټولنه

په افغانستان کې دملګروملتو دسازمان دماشومانو دملاتړ له صندوق سره ددوه اعشاريه دوو مليونو ډالرو مرسته وشوه .

کابل باختر د غبرګولي يو ديرشمه :
استراليا په افغانستان کې له مهاجرواو بې وزلو ماشومانوسره  دمرستې په موخه  دملګروملتو دسازمان دماشومانو دملاتړ له صندوق  يا ديونيسف  له ادارې سره ددوه اعشاريه دوو مليونو ډالرو مرسته کړې ده .
دباختراژانس دخبر له مخې ، ديونيسف ادارې  په يوه  خبرپاڼه کې  ويلي دي  چې داستراليا دغه مرسته به له ګاونډيو هېوادونو څخه  له راستانه شويو او له کورنيو بې ځايه شويو ماشومانو  سره  او دغه راز د ماشوم او مور د ملاتړ د پروګرام  ، دخوراکي  او روغتيايي توکو دبرابرولو او دڅښاک دروغتيا اوبو دبرابرولو او دروغتيا ساتنې په لاره کې  ولګول شي .
  داستراليا  دبهرنيو او سوداګرى دچارو ادارې  دغه پيسې  برابرې کړي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته